د مواصلات لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ د پوسټ آفس اېکټ 1989ء (پوسټ آفس بدلون بل 2017ء) منظوری وركړه

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د مواصلات لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ د پوسټ آفس اېکټ 1989ء (پوسټ آفس بدلون بل 2017ء) منظوری وركړې۔ د کمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د چیئرمېن محمد داؤد خان اچکزئی په مشرۍ كښې په پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې سناتورانو سجاد حسېن طوری، محمد عمثان خان کاکړ، کامل علی آغا، شهباز خان درانی او لیاقت ترکئی ګډون وكړو۔ غونډې ته …

اسلام آباد 16 جون (اے پی پی) د مواصلات لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ د پوسټ آفس اېکټ 1989ء (پوسټ آفس بدلون بل 2017ء) منظوری وركړې۔ د کمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د چیئرمېن محمد داؤد خان اچکزئی په مشرۍ كښې په پارلیمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې سناتورانو سجاد حسېن طوری، محمد عمثان خان کاکړ، کامل علی آغا، شهباز خان درانی او لیاقت ترکئی ګډون وكړو۔ غونډې ته وئيلي شو چې دا بل صارفینو له اسانيو وركولو او بيل پوسټل آرډرز جارې كولو په اړه اهميت لري۔ غونډه كښې د اېن اېچ اے کنټرېکټ ملازمان كوم چې این 50 ژوب مغل کوټ او این 70 (قلعہ سېف اﷲ لورالائی) كښې كار كوي ، په اړه د مسئلو جاج هم واخستې شو۔ د اېن اېچ اے چارواكو کمېټۍ ته ووئيل دا اتھارټی يوه قامی ادارہ ده او د اړوند قواعد او ضوابط ترمخه سيمه ايزه او صوبائی کوټه ترنظر ساتلو سره تقرری او تبادلې كوي ، دا اصول په ټول هېواد كښې لاګو دي۔ کمېټۍ اېن اېچ اے ته بلوچستان كښې د ملازمانو د اخوا كولو پلټنو په اړه سپارښتنه وكړه