په مېنځنې افريقائي جمهوريه كښې د ياغيانو په بريد كښې 10 وګړي وژل شوي

بنګوئي 15 مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو د امن ډلې وئيلي دي چې په مېنځنې افريقائي جمهوريه كښې د ياغيانو په بريد كښې 10 وګړي وژل شوي دي. د المانې مېډيا له مخې د ملګرو ملتونو د امن ډلې وئيلي دي چې دا كسان د پايه بنګوئي څخه لرې په شمالي ختيځه سيمه كښې د ياغيانو په بريد كښې وژل شوي دي. ياغيانو د دې څخه وړاندې هم په دې سيمه كښې د امنيتي ځواكونو په پوستو بريدنه كړي دي. د يادونې وړ ده چې مېنځنې افريقائي جمهوريه د كال 2013م نه كورنۍ جګړې سره مخ هېواد دے.