د فلم تخليقي ذريعې د خپل كلتور٬ورثې ٬ رواياتو او د سكرين ټوورازم لپاره كارول د وخت مهم ضرورت دے

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د فلم تخليقي ذريعې خپل كلتور٬ورثې٬رواياتو او د سكرين ټوورازم لپاره كارول د وخت مهم ضرورت دے ٬د وزيراعظم د پېكج له مخې به نېشنل فلم اينډ براډ كاسټنګ كمېشن ٬ د نېشنل فلم انسټي ټيوټ او اكېډمۍ جوړولو او سټوډيو ګانې له به د اوسني وخت له مخې آلات وركولې …

اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د اطلاعات ٬خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د فلم تخليقي ذريعې خپل كلتور٬ورثې٬رواياتو او د سكرين ټوورازم لپاره كارول د وخت مهم ضرورت دے ٬د وزيراعظم د پېكج له مخې به نېشنل فلم اينډ براډ كاسټنګ كمېشن ٬ د نېشنل فلم انسټي ټيوټ او اكېډمۍ جوړولو او سټوډيو ګانې له به د اوسني وخت له مخې آلات وركولې شي٬د برآډ كاسټنګ انډسټرۍ مرستې لپاره به د وزيراعظم فلم فنانس فنډ او د هنرمندانو ښېګړې لپاره به آرټسټ ويلفيئر فنډ جوړولې شي٬په مالياتي قوانين كښې به نرمي او د ټېكس رعايت آسانې وركولې شي٬غېر ملكي فلم جوړونكي به هم دا ټولې آسانې لري۔دې دا خبرې د پنجاب حكومت وياند ملك محمد احمد سره د خبرو په مهال وكړې۔د ملاقات په مهال د فلم پروډكشن٬براډ كاسټنګ پالېسۍ او د فلمي صنعت بحالۍ په اړه د وزيراعظم محمد نواز شريف پھ هداياتو او اعلان شوي پېكج خبرې وشوې۔د ملاقات په مهال مريم ارونګزېب ووئيل د فلم تخليقي ذريعې خپل كلتور٬ورثې٬رواياتو او د سكرين ټووورازم لپاره كارولو د وخت مهم ضرورت دے ٬د تېرو څلو كلونو راهسې د ترهه ګرۍ لعنت د پاكستان روښانه او رښتينې څيره د مسخ كولو هڅه كړی۔دې ووئيل زمونږ كلتور په وينو سور كړی شوې او د منفي رجحاناتو پېدا كولو هڅه شوې۔دې ووئيل د قام د ذهن څخه مايوسي ختمول زمونږ د حكومت بل مهم هدف دے۔د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د فلمي صنعت بحالي به د تفريح موقعې وركولو سره سره د منفي رجحاناتو خاتمې له مهم كردار ترسره كړي۔دې ووئيل اوسنې حكومت به د نورو ادارو غوندې د فلم صنعت هم بحال كوي۔ډېر زر به لاهور كښې هنرمندانو او فلمي صنعت سره تعلق لرونكو شخصياتو سره د مشورې يوه غونډه وشي۔د پنجاب وزيراعلٰی محمد شهباز شريف به د غونډې مشري كوي۔د پنجاب حكومت وياند پھ دې موقع ووئيل صوبائي حكومت به د پاكستان مثبت تشخص ودې او د فلمي صنعت بحالۍ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد بيانيه وړاندې كولو لپاره فلم يوه موثره او غوره ذريعه ده۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)حكومت به د فن٬فنكار٬شاعرانو٬اديبانو او د ليكوالو تل قدر كوي