دبئۍ٬ د متحده عرب امارات صدر شېخ خليفه زېدالنهيان خاورو ته وسپارلے شو

دبئۍ 14 مئي (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ خليفه زېدالنهيان خاورو ته سپارلے شوے۔ د متحده عرب امارات حکومت د څلوېښتو ورځو د غم او د دريو ورځو د عامې رخصتۍ اعلان كړے ۔ په مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې د ارواښاد د جنازې غائبانه مونځ ادا كړے شوے۔ بلخوا شېخ محمد بن زېد د عرب امارات درېم صدر منتخب كړے شوے چا چې د يو اے اي فضائيه کمانډر بيا دوهم چيف او چيف آف سټاف په چوكو وظيفه ترسره كړې ۔ شېخ محمد بن زېد په نومبر كال 2004 كښې د ابوظهبي ولي عهد جوړ شوے ؤ ، فټبال، ښكار او سائيکلنګ سره مينه لرونكې شېخ محمد بن زېد په منطقه كښې سياسي او تجارتي اړيكو ته وده وركړې۔ ده په نړيواله كچه په خاص توګه لويديځو هېوادونو سره روابطه قائم كړې دي