د يوكرېن شخړې نه پس د امريكې او روس دفاعي مشرانو په وړومبي ځل ټېلي فوني تماس ، د يوكرېن صورتحال پشمول د نړيوالې سلامتيا په مهمو مسئلو د خيالاتو څرګندونه

كيف 14مئي (اے پي پي) د يوكرېن شخړې نه پس د امريكې او روس دفاعي مشرانو په وړومبي ځل ټېلفوني خبرې اترې كړي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې د دفاع وزير لائيډ آسټن او د روس د دفاع وزير سرګئي شوئيګو ټېلېفوني خبرې اترې كړي۔د پېنټاګون پرېس سېكرټري جان كربي په خپل يو بيان كښې وئيلي چې د امريكې د دفاع وزير لائيډ آسټن د روس خپل همڅنګ سره خبرو كښې په يوكرين كښې په سمدستي توګه د جنګ ختمولو او د رابطې روانې ساتلو په اهميت زور راوړې دې۔