د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د الجزيره ميرمنې خبريالې د قتل په متفقه توګه غندنه ، د سپېځلې او بې پيرې پلټنو غوښتنه

ملګري ملتونه 14مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د فلسطين لويديزې غاړه كښې د اسرائيلي عسكرو د بريد كوريج كونكې د الجزيره چېنل فلسطيني نژاد امريكائي ميرمنې خبريالې شيريں ابو عقلے د صيهوني پوځ په ډزو د قتل په متفقه توګه غندنه كولو سره د پېښې بشپړه ، سپېځلې او بې پري پلټنو غوښتنه كړې ده۔د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې سفارتكارو په شريك بيان كښې وئيلي چې د الجزيره ميرمن خبرياله د لويديزې غاړې جنين ښار كډوالو كېمپ كښې د اسرائيلي عسكرو د بريد كوريج په مهال وژلې شوې ده د كومې چې سمدستي ، بشپړه ، سپېځلې او بې پرې پلټنو ته اړتيا ده۔ بيان كښې وئيلي شوي چې خبريالانو ته دې بشپړه تحفظ وركړې شي۔