د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

ملګري ملتونه 14مئي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انټونيو ګوترش د متحده عرب امارات (يو اے اي) صدر شيخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې عمومي سيكتر نائب وياند فرحان حق په يو بيان كښې وئيلي چې د ملګرو ملتونو مشر د شاهي كورنۍ ،حكومت او متحده عرب امارات وګړو سره غمرازي ښكاره كړې۔شيخ خليفه د 2004 راهسې د متحده عرب امارات مشر ؤ او هغه د خپل پلار شيخ زيد بن سلطان النهيان نه پس د هېواد باني ؤ او د هغه عمر 73 كاله ؤ۔ بيان كښې وئيلي شوي چې شيخ خليفه د متحده عرب امارات ښه قيادت كړې۔د هغه په دور اقتدار كښې متحده عرب امارات كښې په لويه توګه اقتصادي پرمختګ شوې او د هېواد سيمه ايز او نړيوال اثر و رسوخ زيات شوې۔