جاپان،اوكيناوا اسمبلۍ كښې د امريكې اډې كمولو قرارداد منظور شو

ټوكيو 14مئي (اے پي پي) د جاپان اوكيناوا صوبې اسمبلۍ په ښار كښې جوړې د امريكې پوځي اډې كمولو خواست په حق كښې قرار داد منظور كړې دې۔ د جاپان خبر رسنې ادارې له مخې د اوكيناوا ځائې اسمبلۍ قرار داد او تحريري استدلال په متفقه توګه منظور كړې دې چې مركزي حكومت څخه په ښار كښې د امريكې پوځي اډو كمولو خواست شوې دې۔ منظور شوي قرار داد او استدلال كښې اوكيناوا ته د پېښو مسئلو حل كولو سره سره د سيمې امناكه او سوكاله جوړولو خواست شوې دې.