د بنګله دېش او سري لنكا ترمينځه وړومبې ټيسټ مېچ د اتوار په ورځ پېل كېږي

ډھاكه 14مئي (اے پي پي) د بنګله دېش او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز وړومبې ټېسټ ميچ (نن) د اتوار ورځې څخه ظهور احمد چودھري سټيډيم چټوګرام كښې پېل كېږي۔ دې څخه وړاندې د آئي لېنډرز او بنګله دېش كركټ بورډ الېون ترمينځه شوې دوه ورځنې وارم اپ مېچ د كومې پرېكړې نه غېر شوې وو۔ د سري لنكا كركټ لوبډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده،په دې مهال به آئي لېنډرز د بنګله ديش په ضد دوه وارم اپ مېچونو سره سره دوه ټېسټ مېچونه هم كوي۔ د سري لنكا كركټ لوبډلې مشري به ديموتھ كرونارتنے او د كوربه لوبډلې مومن الحق كوي۔د بنګله دېش دورې نه پس به د سري لنكا لوبډله خپل هېواد ته ستنېږي چرته به چې د كينګروز په ضد درې ټي-20، 5 يو ورځني او دوه ټېسټ مېچونه كوي۔