اسلام آباد ۔ 15 جون (اے پی پی) د وزيراعظم وياند مصدق ملك وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د جے آئی ټی د پلټنو په تګلاره تحفظات لري۔ د جے آئی ټی غړو له به پلټنيو كښې سپېځلتيا باوري كولو له د سپريم كورټ په تګلاره عمل كول وي۔ د زيارت په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف نامه …
د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د جے آئی ټی د پلټنو په تګلاره تحفظات لري

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 15 جون (اے پی پی) د وزيراعظم وياند مصدق ملك وئيلي دي د پاکستان مسلم لیګ (ن) حکومت د جے آئی ټی د پلټنو په تګلاره تحفظات لري۔ د جے آئی ټی غړو له به پلټنيو كښې سپېځلتيا باوري كولو له د سپريم كورټ په تګلاره عمل كول وي۔ د زيارت په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف نامه په پانامه پېپرز كښې چرته هم نشته ولې سره ددې هغه ځان پلټنيو له وړاندې كړو۔ ده ووئيل جے آئی ټی د حسېن نواز عكس د سركاري وګړي څخه د ليك كېدو اعتراف كړې ولې ددې سړي د نامې ښودلو څخه ئې انكار كړی۔وياند ووئيل دا حقيقيت دے چې پاکستان مسلم لیګ (ن) ټول عمري د عدليې د پرېكړو احترام كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل موجوده حكومت د تېرو حكومتونو په مقابله كښې لوډشېډنګ كښې ښكاره كمې كړې او د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په شمول ئې د اولس خېر ښېګړې له يو شمېر منصوبې پېل كړيدي چې ورسره به د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښ مرسته ترلاسه شي۔ د هېواد معيشت به مستحكم شي او هېواد به مخ په وړاندې لاړ شي۔








