د هند د حېدر آباد ریاست پاکستان ته منتقل کړې شوي فنډز ادعا بې بنسټه ده۔د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي د هند د حیدر آباد ریاست پاکستان ته منتقل کړې شوي فنډز ادعا بې بنسټه ده۔ د زيارت په ورځ جاری شوي بيان كښې وئيلي شوي د حیدر آباد رياست لخوا ستمبر 1948ء كښې په برتانيه كښې د پاکستان هائی کمشنر اکاؤنټ كښې د فنډز منتقل كېدو په اړه د پاکستان ادعا په ضد د هند موقف …

اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي د هند د حیدر آباد ریاست پاکستان ته منتقل کړې شوي فنډز ادعا بې بنسټه ده۔ د زيارت په ورځ جاری شوي بيان كښې وئيلي شوي د حیدر آباد رياست لخوا ستمبر 1948ء كښې په برتانيه كښې د پاکستان هائی کمشنر اکاؤنټ كښې د فنډز منتقل كېدو په اړه د پاکستان ادعا په ضد د هند موقف تير كال خارج کړې وو او د برتانيې جج اوس په دې معامله د يوې تګلارې حکم نامه جاري كړې۔ د برتانيې عدالت كښې د حېدر آباد فنډز کېس مقدمې په اړه د ميډيا د پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ووئيل جج تصدیق کړې چې پاکستان ته په ټول مرکزی دلائل كښې ګټه شوې او د سماعت تر آخر د لګښت معامله محفوظ ساتلې شوې كومه چې معیاری حکم نامه ده ٬ د لګښت په معامله جلا دلائل وركړې شوي او پرېكړه شوې چې هند او نورو ډلو مالیاتی ادعا لپاره د سماعت وخت مقرر نه دې دا لګښت د مجموعی لګښت وړه برخه ده كوم چې د پاکستان کامیابۍ په صورت كښې د ضروری قوائد او ضوابط په بشپړيدو ترلاسه كولې شي۔