اسلام آباد 15 جون (اے پی پی)سعودی عرب كښې د پاکستان سفیر خان هاشم بن صدیق د زيارت پھ ورځ د تبوك ګورنر پرنس فهد بن سلطان بن عبد العزیز السعود سره وليدل۔ د پاکستان سفیر د وزیراعظم نواز شریف د اړخه د تبوك ګورنر له د نېكو هيلو پېغام وركړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د …
سعودی عرب كښې د پاکستان سفیر خان هاشم بن صدیق د تبوك ګورنر پرنس فهد بن سلطان سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 15 جون (اے پی پی)سعودی عرب كښې د پاکستان سفیر خان هاشم بن صدیق د زيارت پھ ورځ د تبوك ګورنر پرنس فهد بن سلطان بن عبد العزیز السعود سره وليدل۔ د پاکستان سفیر د وزیراعظم نواز شریف د اړخه د تبوك ګورنر له د نېكو هيلو پېغام وركړو۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاکستان سفیر د دې عزم څرګندونه وكړه چې د سعودی قیادت په مرسته د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې لا مستحکمولو له هڅې كوم۔ده ګورنر خبر كړو چې د پاکستان اولس او قیادت د سعودی حکومت او اولس سره مينه لري۔ ده د تبوك ریجن پرمختګ كښې د پاکستانی کمیونټۍ کردار وستائلو۔ ګونر د پاکستانی سفیر هركلې كولو سره ووئيل د دواړه هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحکمولو له به هر ډول مرسته كولې شي۔








