وزيراعظم محمد نواز شريف ډېر سادګۍ او د پوټوكول نه غېر د وزيراعظم په توګه جے آئي ټي ته وړاندې كېدو سره نن يې سياسي تاريخ رقم كړې

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف ډېر سادګۍ او د پوټوكول نه غېر د وزيراعظم په توګه جے آئي ټي ته وړاندې كېدو سره نن يې سياسي تاريخ رقم كړې٬د وكيلانو فيسونه او نور اخراجات د شريف كورنۍ په خپل ذاتي خرڅ كېږي۔په تېر وخت كښې به وزيراعظمانو لښكرو سره عدالتونو ته تلل وزيراعظم محمد نواز …

اسلام آباد 15 جون (اے پي پي)د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف ډېر سادګۍ او د پوټوكول نه غېر د وزيراعظم په توګه جے آئي ټي ته وړاندې كېدو سره نن يې سياسي تاريخ رقم كړې٬د وكيلانو فيسونه او نور اخراجات د شريف كورنۍ په خپل ذاتي خرڅ كېږي۔په تېر وخت كښې به وزيراعظمانو لښكرو سره عدالتونو ته تلل وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه كورنۍ تل د عدالتونو احترام كړی۔د زيارت په ورځ د جوډېشل اكېډمۍ پھ خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ډاكټر آصف كرماني ووئيل چې د وزيراعظم په توګه تل د بلو بك او د اېس او پي له مخې پروټوكول وي خو وزيراعظم د عدليې پھ احترام كښې د پروټوكول نه غېر په خپل ذاتي ګاډي كښې راغلو۔ده ووئيل چې پھ تېروخت كښې به وزيراعظمانو ځان سره لښكرې راوستلې خو زمونږ وزيراعظم محمد نواز شريف دا روايت ختم كړي۔وزيراعظم د عام وګړي پھ توګه جے آئي ټي ته راغلو۔ده ووئيل چې وزيراعظم پھ ستره محكمه كښې د خپلې استثنٰی حق نه دې كارولې او د عدليې پھ احترام كښې وړاندې شوې