
پېښور14 جون (اے پی پی) د خېبر پختونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا وئيلي دي چې فاټا كښې پرمختيائي عمل تندولو سره زده كړو او روغتيا ته خاص پاملرنه كولې شي دغسې چې قبائلي زلمي د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې پياوړې كردار ترسره كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ګورنر هاؤس كښې د يوې لوړې كچې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ د يو اېن ډي پي هاؤلېنګ زو ډائرېكټر ٬ ، کنټری ډائرې یواېن ډی پی اګناشوارتضا، یو اېن ریذیډنټ کوآرډینېټر نیل بوهنے او د نورو نمائندګانو په شمول غونډه كښې اېډیشنل چیف سېکتر فاټا فدا وزیر او پرنسپل سېكتر ګډون وكړو۔ ګورنر ووئيل فاټا د هېواد نورو صوبو سره سمولو له نه يوازې په قبائلي سيمو كښې پرمختيائي كارونه كولې شي بلكې فاټا د قامي پرمختګ چوكاټ كښې ودرولو له د قبائلي اولس د خوښې او مرضۍ ترمخه فاټا كښې اصلاحات كولې شي۔ چې ورسره به دغه سيمو كښې د روزګار موقعې رامخې ته شي او د فاټا زلمو ته به د هېواد پرمختګ كښې د مهم كردار ترسره كولو موقع وركړې شي۔ ګورنر په دې مهال د قبائلي اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره د يو اېن ډي پي او نړيوالې ورورولۍ مرسته وستائله