وزیراعظم جے آئی ټی ته وړاندې كيدو سره د آئین سرلوړي او د ادارو قوي كولو پلو يو ښه ګام دے،وفاقی وزیر عبدالقادر بلوچ

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د سرحدی چارو او رياستونو وفاقی وزیر عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د وزیراعظم جے آئی ټی ته وړاندې كېدو سره د آئین سرلوړي او د ادارو قوي كولو پلو يو ښه ګام دے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ عبدالقادر بلوچ ووئيل نواز شریف جے آئی ټی ته …

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د سرحدی چارو او رياستونو وفاقی وزیر عبدالقادر بلوچ وئيلي دي د وزیراعظم جے آئی ټی ته وړاندې كېدو سره د آئین سرلوړي او د ادارو قوي كولو پلو يو ښه ګام دے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ عبدالقادر بلوچ ووئيل نواز شریف جے آئی ټی ته وړاندې كېدو سره به حکومتی ادارو ته استحکام ترلاسه شي او هېواد كښې به د قانون سرلوړي ثابت شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نواز شریف تل د ادارو استحکام او قوي كولو خبره كړي، اوس جے آئی ټی ته وړاندې كېدو سره هغه په عملی توګه ثابتوي چې پاکستان كښې قانون ټولو له يو برابر دے او د آئین سرلوړي د ټولو لپاره مقدم ده۔