د هندي عسكرو لخوا د پیلټ ګنز كارولو سره 150 څخه زيات کشمیری ځوانان بصارت څخه محروم شوي

اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه مقبوضه کشمیر كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزیو غندنه كولو سره وئيلي د هندي ظلمونو ښكار د کشمیریانو حق خود ارادیت له جائز هلو ځلو كښې د اسلامي نړۍ د حمایت هيله لرو،د هندي عسكرو لخوا د پیلټ ګننز كارولو سره 150 څخه زيات کشمیری ځوانان بصارت څخه محروم شوي، هند په ایل او سی او ورکنګ باونډری …

اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه مقبوضه کشمیر كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزیو غندنه كولو سره وئيلي د هندي ظلمونو ښكار د کشمیریانو حق خود ارادیت له جائز هلو ځلو كښې د اسلامي نړۍ د حمایت هيله لرو،د هندي عسكرو لخوا د پیلټ ګننز كارولو سره 150 څخه زيات کشمیری ځوانان بصارت څخه محروم شوي، هند په ایل او سی او ورکنګ باونډری د سیز فائر پرله پسې خلاف ورزی کوي۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دا خبره خارجه سيكترې د نهې په ورځ پاکستان كښی تعینات د او آئی سی سفیرانو ته مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو لخوا د بشري حقونو او هند لخوا په ایل او سی او ورکنګ باونډری د سیز فائر پرله پسې خلاف ورزیو په اړه بریفنګ كښې وكړه۔ خارجه سېكترې مقبوضه کشمیر كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزیو غندنه وكړه چې پكښې تر اوسه 200 بې ګناه كشميريان شهيدان او 20 زره څخه زيات ژوبل كړې شوي دغسې د هندي عسكرو لخوا د پیلټ ګننز كارولو سره 150 څخه زيات کشمیری ځوانان د بصارت څخه محروم شوي۔ خارجه سېكترې د او آئی سی سفیرانو پام په بې ګناہ کشمیریانو د روان ظلم پلو راوګرځولو دې ووئيل دا پېښې د د بشري حقونو د وقار په اړه د هندي ادعاګانو په ضد دي۔