د پرمختيائي بجټ په اړه 147 تجويزونه غور له منصوبه بندی ډویژن ته ولېږلې شول

اسلام آباد ۔ 13جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د راروان مالي كال په بجټ د سېنېټ 75 تجويزونه منظور كړل۔ د وفاقي وزير اسحاق ډار وېنا وه چې حكومتي ګامونو سره به هېواد كښې غريبي او بې روزګاري كمه شي۔ سړي سر آمدن به زيات شي او سوكالي به راشي۔ د ټولو سياسي ګوندونو په مرسته كه مونږ د مشاورت د لارې يو ميثاق معيشت …

اسلام آباد ۔ 13جون (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د راروان مالي كال په بجټ د سېنېټ 75 تجويزونه منظور كړل۔ د وفاقي وزير اسحاق ډار وېنا وه چې حكومتي ګامونو سره به هېواد كښې غريبي او بې روزګاري كمه شي۔ سړي سر آمدن به زيات شي او سوكالي به راشي۔ د ټولو سياسي ګوندونو په مرسته كه مونږ د مشاورت د لارې يو ميثاق معيشت ته سلا شوو نو دننه هېواد او بهر هېوادونو ته به يو مثبت پېغام لاړ شي۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې په بجټ 2017-18ء بحث راغونډولو سره ده د قامي اسمبلۍ د غړو مننه وكړه چا چې بجټ تجويزونو كښې برخه واخسته۔ د سېنېټ غړو بشپړه شموليت د قامي اسمبلۍ د مخالفې ډلې كمې تر ډېره حده پوره كړو۔ وفاقي وزير ووئيل په كال 2013 كښې پاكستان د ډیفالټ كېدو په غاړه ولاړ وو او زمونږ معيشت په نړيواله كچه غېر مستحكم ګرځولې شوې وو۔ ولې مونږ مستقل مزاجۍ سره كار كولو سره د درې كاله په لږه موده كښې هغه اصلاحات ترسره كړل د كومو په نتيجه كښې مو چې مېکرو اکنامک استحکام ترلاسه كړو۔ ده ووئيل مونږ د روان كال په مهال د 5.3 فیصد جی ډی پی ګروت هدف ترلاسه كړو كوم چې د تېرو لسو كلونو ترټولو زيات جی ډی پی ګروت دے۔ راروان كال له مو د 6 فیصد جی ډی پی ګروت هدف ټاكلے۔ او كه لوئے څښتن ته منظور وي راروان كال كښې به دا 7 فيصد ته رسولې شي۔ ده ووئيل مونږ ته د سېنټ لخوا 276 تجویزونه ترلاسه شو كومو كښې چې د 147 تعلق پراجېکټس او پی اېس ډی پی سره وو۔ دا مونږ پلاننګ ډوېلپمنټ اېنډ ریفارمز ډویژن ته استولې دي۔ پاتې 129 تجویزونو كښې 75 په كلي يا جزوي توګه منظور كړې شوي دي۔ ده ووئيل د 1973 آئین نفاذ څخه وروستو تر دې دمه 8 قامی مالیاتی کمېشن جوړ كړې شوي دي او دا مهال 9م كمېشن كار كوي۔ ده ووئيل ځينې ملګري وائي چې اېن اېف سی ایوارډ 5 كلونو لپاره وي او د اېن اېف سی ایوارډ تعلق بجټ سازۍ سره وي۔ دا تاثر د آئين او قانون په اړه سم نه دے۔ ده ووئيل يو اېن اېف سي ايوارډ تر هغه وخت نافذ العمل وي تر كومې چې بل جوړ شوے نه وي۔ وفاقي وزير ووئيل ځينې كسان دا ناوړه تاثر خپروي چې په پاكستان بهرنيو قرضو كښې ډېره زياته اضافه شوې۔ ددې سپيناوې ما وړاندې كړې ولې يو ځل بيا وايم چې په جون 2013ء كښې كله چې زمونږ حكومت جوړ شو نو په پاكستان بهرنۍ قرضه 48.1 ارب ډالر وه ۔ دغه مهال سټېټ بنک آف پاکستان سره د زر مبادله پنګې وې د هغې ويستلو سره نېټ بېروني قرضه 44.1 ارب ډالر وه۔ د تېرو 4 كلونو په مهال د نويو او زړو قرضو ادا كولو څخه وروستو په پاكستان بهرنۍ قرضه 58.4 ارب ډالر مارچ 2017 كښې وه۔ دې څخه كه د سټېټ بنک د زر مبادله پنګې وويستلې شي نو مارچ 2017 كښې په پاكستان نېټ بهرنۍ قرضه 41.9 ارب ډالر وه۔ ده ووئيل ځينې غړو د فاټا په پرمختيائي منصوبو د زيات مصرف كولو او د بې كوره شويو كورنيو په مرسته كښې په زياتوالي كولو زور راوړې۔ ده ووئيل حكومت قبائلي سيمو څخه د ترهه ګرۍ ختمولو له د پاك پوځ هڅو او د فاټا غېرتي اولس قربانيو ته د قدر په سترګه ګوري۔ ده ووئيل مونږ امن خوښوونكو پاكستاني وګړو ٬ وروڼو ٬ خوېندو او بچو ته ضروري وسائل وركوو كومې چې د پوځي عملياتو په سوب بې كوره شوي وو۔ دغلته ته د بيا ودانۍ كار هم پېل شوې۔ د تېرو 3 كلونو څخه حكومت دې مقصد لپاره هر كال 90 څخه تر 100 ارب روپه مصرف كوي۔ ده ووئيل زمونږ ځينې ملګرو د مالياتي نظام سود څخه د پاكولو وئيلي ۔