اسلام آباد 13جون (اے پی پی) د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیرپاؤ په ډاګه كړه چې د قطر او سعودی عرب شخړې په اړه د قرارداد راوړلو خبره مو د چا د ډکټېشن په بنیاد نه وه كړې۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د قطر سعودی عرب شخړې او ایران په اړه تېرو ورځو كښې قامی اسمبلۍ كښې د منظور شوي قراردادونو په اړه قامی …
د قطر او سعودی عرب شخړې په اړه د قرارداد خبره مو د چا د ډکټېشن په بنیاد نه وه كړې، آفتاب احمد خان شیرپاؤ

مزید خبریں
اسلام آباد 13جون (اے پی پی) د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیرپاؤ په ډاګه كړه چې د قطر او سعودی عرب شخړې په اړه د قرارداد راوړلو خبره مو د چا د ډکټېشن په بنیاد نه وه كړې۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د قطر سعودی عرب شخړې او ایران په اړه تېرو ورځو كښې قامی اسمبلۍ كښې د منظور شوي قراردادونو په اړه قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ لخوا پورته كړې شوي ځينو پوښتنو په ځواب آفتاب احمد خان شیرپاؤ ووئيل ایوان كښې مو تېرو ورځو كښې د قطر او سعودی عرب په اړه د قرارداد راوړلو خبره كړې وه۔ ده په ډاګه كړه چې مونږ د چا په ډکټېشن دا خبره نه وه كړې۔ وفاقی وزیر زاهد حامد ووئيل مونږ هم د قرارداد راوړلو خبره كړې وه چې مونږ د مسلمان امت اتحاد کښې خوښي لرو۔ د ایران په اړه قرارداد كښې يو لفظ هم نه دې بدل كړې شوے، مونږ قواعد معطل کولو سره مخالفې ډلې له د قرارداد لوستلو اجازه وركړې، دغه رعایت دې په ناوړه نه اخستل كېږي۔








