وزيراعظم په رضا كارانه توګه جے آئي ټي ته د تللو په پريكړه جمهوريت او ادارې ته قوت وربخښلي

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرانو او د پارلمان غړو وئېلي دي وزيراعظم په رضا كارانه توګه جے آئي ټي ته د تللو به پريكړه جمهوريت او ادارې ته قوت وربخښلي٬د وزيراعظم زامنو هم تل د قانون احترام كړې او جے آئي ټي سره يې بشپړه مرسته كړې٬د پروېز مشرف پھ دور كښې سخت احتساب او انتقامي سياست شوې خو په مشرانو د يوې ټكې كرپشن نه دې ثابت شوې۔دا خبرې د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرانو سناتور چوهدري تنوير٬سناتورې نجمه حميد٬د قامي اسمبلۍ غړو ملك ابرار احمد او راجه جاوېد اخلاص اے پي پي سره په خاص خبرو كښې وكړی۔د مسلم ليګ(ن)سناتور چوهدري تنوير ووئيل كله چې هم پاكستان مسلم ليګ(ن)اقتدار ته راشي نو په ضد يې سازشونه پېل شي٬كله د ادارو جنګولو هڅه كېږي او كله د دروغو تورونه لګولې كېږي خو تل دا عناصر ناكامۍ او مايوسۍ سره مخ شوي۔ده ووئيل په خادثاتي توګه سياست ته راتلونكي لوبغاړي د سياست نه خبر نه دي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د 2013 نه واخله تراوسه د چېلنجونو مقابله كړې او د پرمختګ سفر يې جاري ساتلې۔ده ووئيل د پانامه ليكس په شا سياست كونكي د كال 2013م د الېكشن د درغلۍ په معامله كښې هم ناكامۍ سره مخ شوي او اوس به هم څه ترلاسه نه كړي ۔سناتورې نجمه حميد ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف او د هغه كورنۍ د هېواد جمهوريت لپاره لويې قربانۍ وركړي٬د جلا وطنۍ ژوند يې هم تېر كړی خو بيا هم د قام د خذمت نه نه دې وروستو شوې۔د قامي اسمبلۍ د كشمير چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن ملك ابرار احمد ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف تل د سترې محكمې قدر او تعظيم لپاره هڅې كړې ٬لانګ مارچ يې كړې۔د كابينه ډويژن وفاقي پارلماني سېكتر راجه جاوېد اخلاص ووئيل وزيراعظم د كال 2013 نه تراوسه د چېلنجونو په كاميابۍ سره مقابله كړې