د پاكستان او چين صنعتي مرسته به پاكستان منطقه كښې د پېداوار مركز وګرځوي

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان او چين صنعتي مرسته به پاكستان منطقه كښې د پېداوار مركز وګرځوي٬د صنعتي ځايونو جوړېدو سره به ځايې صنعت كارو لپاره د سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې راپېدا شي٬د چين صنعت د پاكستان صنعت لپاره خطر نه بلكې دې سره به تجارتي پوهه او د زده كړی موقعې رامخې ته شي۔د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو اے پي …

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پاكستان او چين صنعتي مرسته به پاكستان منطقه كښې د پېداوار مركز وګرځوي٬د صنعتي ځايونو جوړېدو سره به ځايې صنعت كارو لپاره د سرمايه كارۍ بې شمېره موقعې راپېدا شي٬د چين صنعت د پاكستان صنعت لپاره خطر نه بلكې دې سره به تجارتي پوهه او د زده كړی موقعې رامخې ته شي۔د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل د هېواد په څلورو واړو صوبو٬ګلګت بلتستان٬فاټا او آزاد كشمير كښې به 9 صنعتي ځايونه جوړولې شي۔ده ووئيل د جي سي سي په شپږمه غونډه كښې د پاكستان او چين د اقتصادي مرستې په اړه د كار لا ګړندې كولو پريكړھ شوې۔ده ووئيل د پاكستان او چين د مرستې له مخې د صوبو لخوا د ټاكلې شويو 9 زونز شاملولو پريكړه شوې او دې مقصد لپاره صوبو ځايونه په ګوته كړې ۔په دې كښې د خېبرپښتونخوا لخوا د رشكئي اكنامك زونز په ګوته شزے دے