اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د قامي تاريخ او كلتوري ورثې ډويژن ترسېوري لاندې روانه مياشت كښې به د هېواد د اولنې ډیجیټل اردو لغت اجراﺀ وكړې شي۔ د اردو ډکشنری بورډ مشر عدیل عباس جعفری “اے پی پی” ته ووئيل چې په دې لړ كښې ټول كار بشپړ شوې او ګوګل سره هم تماس نيولې شوې دغسې چې د بېلو اېپلیکېشنز د لارې تر اردو لغت رسنه باوري كړې شي۔ ده ووئيل په دې منصوبه 70 نه زياتو كسانو كار كړے۔ كوم چې په ټاكلي وخت كښې په بشپړه ډول ترسره شوے۔ ده داهم ووئيل چې د اطلاعاتو او خپرونو او قامي ورثې وزارت هېواد كښې د قامي ژبې ودې له ګامونه پورته كوي۔