پاك افغان تګ راتګ او تجارتي لارو بندولو په ضد عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړو

پېښور 06 اپريل (اے پي پي) پاك افغان تګ راتګ او تجارتي لارو بندولو په ضد عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړې دې۔ صوبائي جنرل سيكرټري او پارليماني ليډر سردارحسېن بابك د اړخه جمع كړې شوې قرارداد كښې وئيلي شوې چې دواړه اسلامي هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ،ورورولۍ او باور لرونكې اړيكې د دواړه هېوادونو پخوانې حاجت دې، تجارت او تګ راتګ كښې بيا بيا خنډان …

پېښور 06 اپريل (اے پي پي) پاك افغان تګ راتګ او تجارتي لارو بندولو په ضد عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړې دې۔ صوبائي جنرل سيكرټري او پارليماني ليډر سردارحسېن بابك د اړخه جمع كړې شوې قرارداد كښې وئيلي شوې چې دواړه اسلامي هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ،ورورولۍ او باور لرونكې اړيكې د دواړه هېوادونو پخوانې حاجت دې، تجارت او تګ راتګ كښې بيا بيا خنډان راولاړول او ستونزې د دواړه هېوادونو په اقتصاد خراب اثر پريباسي ، بے روزګاري زياته شوې،د دې لارو د بندولو سره دواړه هېوادونو د ستونزو ښكار دي ، دواړه اړخه پوښتانه آباد دي ، هغوې د هر ډول تكليفونو سره مخ كړې شوې۔ قرارداد كښې وئيلي شوې چې تجارت او تګ راتګ سره سره ګڼو ځوانانو ته د روزګار او كاروبار موقعې ترلاسه شي او ترهه ګري به ختمه شي

مزید خبریں