د بلوچستان سماجي او معاشي پرمختګ كښې د مېرمنو كردار ډېر مهم دے۔د كوئټې كور كمانډر لېفټيننت جنرل سرفراز علي

كوئټه 05 اپرېل(اے پی پی) د كوئټې كور كمانډر لېفټيننت جنرل سرفراز علي د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټي دورې په مهال استاذانو سره په غېر رسمي خبرو كښې په قامي پرمختګ كښې د مېرمنو كليدي كردار ستائېلے ۔ده په خاص توګه د بلوچستان مېرمنو همت او طاقت ته داد وركړو چا چې دا تاثر زائل كړے چې د ټولنې مسئلو حل په ځايې كچه ممكن نه دے ۔لېفټيننټ جنرل …

كوئټه 05 اپرېل(اے پی پی) د كوئټې كور كمانډر لېفټيننت جنرل سرفراز علي د سردار بهادر خان ويمن يونيورسټي دورې په مهال استاذانو سره په غېر رسمي خبرو كښې په قامي پرمختګ كښې د مېرمنو كليدي كردار ستائېلے ۔ده په خاص توګه د بلوچستان مېرمنو همت او طاقت ته داد وركړو چا چې دا تاثر زائل كړے چې د ټولنې مسئلو حل په ځايې كچه ممكن نه دے ۔لېفټيننټ جنرل سرفراز علي د بلوچستان په سردار بهادر خان ويمن يونيورسټي كښې د مېرمنو تعليم او تربيې لپاره په لسيزو محيط هڅې او د خذمات ستائنه وكړه او استاذان ئې د پوهنتون مهمې ستنې ګرځولې د چا له مخې چې دا عظيمه درسګاه قائم ده۔كور كمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي د پوهنتون آډيټوريم د مرمت او تزئين هدايت هم وكړو او د پوهنتون ټولو استاذانو لپاره د كينټ انټري پاس جاري كولو اعلان ئې هم وكړو۔د دې څخه وړاندې د پوهنتون وائس چانسلرې ډاكټر ساجده نورين پوهنتون ته په راتګ د كور كمانډر لېفټيننټ جنرل سرفراز علي او ډي آئي جي اېف سي نارته برېګېډيئر احمد نواز هركلے وكړو او د دستورې په اختتام ئې ورته يادګاري شيلډز وركړل۔

مزید خبریں