لاهور۔2اپریل (اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه د خالي په ورځ د سپيكر چوهدري پروېز الهي په مشرۍ كښې پېل شوه۔ په غونډه كښې د تلاوت كلام مجيد او نعت شريف نه وروستو د پنجاب اسمبلۍ سپيكر د اسمبلۍ سېكتر محمد خان بھټي ته د پېنل آف چيئرمېن اعلان كولو حكم وكړو۔ دا غونډه د پنجاب د اعلی وزير ټاكنې لپاره رابللې شوې وه له دې كبله په دې …
د اعلی وزير ټاكنه به نن سهار 11 بجې كېږي٬ شېډول جاري

مزید خبریں
لاهور۔2اپریل (اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه د خالي په ورځ د سپيكر چوهدري پروېز الهي په مشرۍ كښې پېل شوه۔ په غونډه كښې د تلاوت كلام مجيد او نعت شريف نه وروستو د پنجاب اسمبلۍ سپيكر د اسمبلۍ سېكتر محمد خان بھټي ته د پېنل آف چيئرمېن اعلان كولو حكم وكړو۔ دا غونډه د پنجاب د اعلی وزير ټاكنې لپاره رابللې شوې وه له دې كبله په دې كښې د اعلی وزير د ټاكنې شېډول جاري كړې شو۔ دشېډول لمخې به د اعلی وزير ټاكنه نن د اتوار په ورځ په 3 اپرېل يولس نيمې بجې كېږي۔ دا ټاكنه به په هاؤس كښې د ډويژن د لارې كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې حمزہ شهباز د متحدہ اپوزیشن لخوا د اعلی وزير منصب لپاره كانديد دے او وزیراعظم پروېز الهی د پنجاب اعلی وزير منصب لپاره نومولې دې۔










