آستانه 08 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت پھ روځ شنګھائی مرستې تنظیم ( اېس سی او سېېټ کونسل مشرانو 17مه غونډه كښې ګډون قزاخستان ته ورسيد۔ د قزاخستان دوهم خارجه وزير عاقل بيك كمال دينوف او نورو چارواكو د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ د دورې په مهال د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز ، د تجارت وزیر تجارت خرم دستګیر او د پټرولیم …
وزیراعظم محمد نواز شریف قزاخستان ته ورسيد،
آستانه 08 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت پھ روځ شنګھائی مرستې تنظیم ( اېس سی او سېېټ کونسل مشرانو 17مه غونډه كښې ګډون قزاخستان ته ورسيد۔ د قزاخستان دوهم خارجه وزير عاقل بيك كمال دينوف او نورو چارواكو د وزيراعظم تود هركلے وكړو۔ د دورې په مهال د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز ، د تجارت وزیر تجارت خرم دستګیر او د پټرولیم دوهم وزير جام کمال هم وزيراعظم سره دي۔ اېس سی او مشرانو غونډې په موقع به وزیراعظم محمد نواز شریف د نورو لارښودو سره هم ملاقاتونه كوي۔ د اېس سی او مشرانو غونډې په موقع به قزاخستان كښې نړيوال نندارتون “انټرنېشنل ایکسپو 2017 ” هم كېږي چې پكښې به د پاکستان پشمول 100 څخه زيات هېوادونه ګډون كوي۔ وزیر اعظم محمد نواز شریف به د نندارتون پرانستې غونډه كښې هم ګډون كوي۔ هيډز آف سټيټ کونسل اېس سی او د پريكړې يو اعلیٰ اداره ده د كومې غونډه چې هر كال كېږي۔تيره غونډه په جون 2016ء كښې تاشقند، ازبکستان كښې شوې وه۔د قزاخستان پايه تخت آستانه كښې كيدونكي شنګھائی مرستې تنظیم مشرانو غونډې په موقع پاکستان د دې تنظیم بشپړه غړے جوړ شي۔ پاکستان 2005ء راهسې د تنظیم مبصر وو او په 2010ء ئې د تنظیم د بشپړه رکنیت خواست كړې وو۔ پاکستان له د رکنیت وركولو اصولی پريكړه 2015ء كښې د روس اوفا ښار كښې اېس سی او مشرانو غونډه كښې شوې وه۔پاکستان د اېس سی او چارټر او ” شنګھائی سپرټ” بشپره تائید کوي۔ دا غونډه به نن د جمعې په ورځ پائې ته رسي









