اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) پاکستان د ايران په پارلېمان او د امام خميني په مزار د ترهګرو بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره په دې سخت وخت كښې د ايران اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه پاكستان د شورؤ په ورځ په ايراني پارلمان او د امام خمېني په مزار د ترهګرو بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره په دې سخت وخت كښې د ايران اولس سره د يووالي څرګندونه كړې ده ۔ پاکستان د قيمتي انساني ځانونو په زيان د ايران حكومت ٬ غمژنيو كورنيو او اولس سره غمرازي ښكاره كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې دعا كړې۔ وياند ووئيل پاكستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي كومه چې د يو نړيوال او شريك خطر حېثيت لري او د دې مقابلې له په نړيواله كچه مرستې او په ګډه هلو ځلو كولو ته اړتيا ده۔