د افغان حكومتي پلاوي د پپراپليجك سنټر پېښور دوره ٬ په كابل كښې ددې ډول ادارې جوړولو خواست

پېښور ۔13مارچ (اے پی پی)افغان حکومت په پېښور كښې د پېراپلېجک سنټر له انتظاميې څخه د دې ډول يوې لويې ادارې په كابل كښې هم جوړولو كښې د مرستې خواست كړې دې او د سنټر مشر د دوه اړخيزه حكومتي لوازماتو په بشپړ كېدو د داسې ادارې په افغانستان كښې جوړولو پلو اشاره كړې ده۔ پیراپلیجک سنټر د پاکستان هغه يوازينۍ اداره ده چرته چې نه يوازې د ملا د …

پېښور ۔13مارچ (اے پی پی)افغان حکومت په پېښور كښې د پېراپلېجک سنټر له انتظاميې څخه د دې ډول يوې لويې ادارې په كابل كښې هم جوړولو كښې د مرستې خواست كړې دې او د سنټر مشر د دوه اړخيزه حكومتي لوازماتو په بشپړ كېدو د داسې ادارې په افغانستان كښې جوړولو پلو اشاره كړې ده۔ پیراپلیجک سنټر د پاکستان هغه يوازينۍ اداره ده چرته چې نه يوازې د ملا د تير د زخم او رنځورانو درملنې كېږي بلكې دلته فالج رنځ سره مخ وګړو له مصنوعي اندامونه هم جوړولې شي۔ دلته د زرګونو په شمېر افغانانو درملنې وشوې او دوئي ته مصنوعي اندامونه ولګولې شؤ۔ په دې لړ كښې تېره ورځ د ہلالِ احمر افغانستان (سرہ میاشت) مشر مولوی مطیع الحق خالص افغان حکومتی پلاوي سره د پېراپلیجک سنټر پېښور دوره وكړه۔ د سنټر مشر ډاکټر سید محمد الیاس ده ته د ادارې په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔ مولوی مطیع الحق خالص د غوره خذماتو په رسولو د پیراپلیجک سنټر د كاركردګۍ ستائنه او په افغانستان كښې ئې د دې ډول ادارې جوړولو غوښتنه وكړه۔ هغه ډاكټر الیاس سید ته د خپلې اېكسپرټ ډلې سره د افغانستان دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه

مزید خبریں