د ګلګت بلتستان د جماعت اسلامي امير په پېښور كښې د چاودنې غندنه كړې

ګلګت 05 مارچ (اے پي پي) د ګلګت بلتستان د جماعت اسلامي امير مولانا عبدالسميع په پېښور كښې د چاودنې غندنه كړې. د غندنې په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې ترهګرو معصوم لمونځ كوونكي په نښه كړي دي، حكومت دې د پاكستان او اسلام دښمن ترهګر او د دوي سهولت كار په سمدستي توګه ګرفتار كړي او سخته سزا دې وركړې شي. ده د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه.