پېښور 04مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخواآئي جي پي معظم جاه انصاري د كوچه رسالدار په جامع مسجد د ځانمرګي بريد د موقعې دوره كړې۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل حوالدار او سپاهي په ډيوټۍ موجود ٶ كوم چې ترهګر په نخښه كړل چې پكښې يو شهيد او بل ژوبل دے۔ ده ووئيل ترهګر د پوليس اهلكار په نخښه كولو نه پس جومات پلو منډه …
ترهګر يو او پيدل راغلے ٶ٬ چاٶدندونكې توكې د پنځو نه تر شپږو كلو او ډېر خوفناك وؤ ۔ آئي جي پي

مزید خبریں
پېښور 04مارچ (اے پي پي) د خېبرپښتونخواآئي جي پي معظم جاه انصاري د كوچه رسالدار په جامع مسجد د ځانمرګي بريد د موقعې دوره كړې۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل حوالدار او سپاهي په ډيوټۍ موجود ٶ كوم چې ترهګر په نخښه كړل چې پكښې يو شهيد او بل ژوبل دے۔ ده ووئيل ترهګر د پوليس اهلكار په نخښه كولو نه پس جومات پلو منډه كړه او پوليس اهلكار د جومات نه په 20 ٬ 25 ګزه په فاصله موجود وو، په تورو جامو كښې ملبوس ترهګر جومات ته دننوتلو سره وړومبې ډزې وكړې او بيا ئې په درېم صف كښې ځان والوزولو،ده ووئېل د پېښې د ځائ نه يو نيم سل بال بېئرنګ ترلاسه شي او په چاٶدنه كښې چاٶدندونكې توكې د پنځو نه تر شپږو كلو او ډېر خوفناك وو۔ ده ووئيل د بريد پحقله كومه پېشګي اطلاع نه وه










