پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په کوچه رسالدار مسجد كښې د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د د پوليس مشر څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے۔ وزيراعلٰې رېسكيو او نورو ادارو ته د ژوبل شوو زر تر زره د منتقلۍ او هغوي ته د هر ډول طبي مرستې باوري كولو امر كړے۔وزيراعلي د صوبائي کابينې غړو بېرسټر محمد علي سېف …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په کوچه رسالدار مسجد كښې د ځانمرګي بريد غندنه وكړه٬ د پوليس مشر څخه د پېښې رپورټ وغوښتلے شو

مزید خبریں
پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان په کوچه رسالدار مسجد كښې د ځانمرګي بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره د د پوليس مشر څخه د پېښې رپورټ غوښتے دے۔ وزيراعلٰې رېسكيو او نورو ادارو ته د ژوبل شوو زر تر زره د منتقلۍ او هغوي ته د هر ډول طبي مرستې باوري كولو امر كړے۔وزيراعلي د صوبائي کابينې غړو بېرسټر محمد علي سېف او کامران بنګش ته د ژوبل شوو د طبي مرستې د نګرانۍ احكامات هم جاري كړي۔ وزيراعليٰ محمود خان ووئيل د عباد تپه ځايونو كښې عبادت كوٶنكي په نخښه كول غېر انساني او ظالمانه فعل دے ٬ د دې چې څومره غندنه وكړې شي لږه ده٬ ده ووئېل په دې ناوړه پېښه كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي










