په جامع مسجد ځانمرګے بريد د صوبې امن تباه كولو سازش دے۔ګورنر شاه فرمان

پېښور 04 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د پېښور په كوچه رسالدار اماميه جامع مسجد كښې د ځانمرګي بريد غندنه او په پېښه كښې په بې ګناه قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ګورنر په چاودنه كښې د شهيدو شوو غم جنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره وئېلي دي د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده ووئيل په جامع مسجد ځانمرګے …

پېښور 04 مارچ (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د پېښور په كوچه رسالدار اماميه جامع مسجد كښې د ځانمرګي بريد غندنه او په پېښه كښې په بې ګناه قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔ګورنر په چاودنه كښې د شهيدو شوو غم جنو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره وئېلي دي د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ده ووئيل په جامع مسجد ځانمرګے بريد د صوبې امن تباه كولو سازش دے۔ګورنر ووئيل د انساتيت او امن دښمنان عناصرو سره به سختي كولې شي٬ګورنر د شهيدانو لوړو درجو او په پېښه كښې د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا هم كړې۔

مزید خبریں