د پېښور د قصه خوانې په جامع مسجد كښې په چاودنه كښې 30 كسان شهيدان او د 50 نه زيات ژوبل شوي دي

APP31-040322 PESHAWAR: March 4 – An injured of suicide bomb blast in Jamia Masjid Kucha Risaldar, being shifted to hospital. APP photo by Shaheryar Anjum

پېښور 04 مارچ (اے پي پي) د پېښور د قصه خوانې بازار كښې په كوچه رسالدار كښې په جامع مسجد كښې په چاودنه كښې 30 كسان شهيدان شوي دي. د اېل آر اېچ وياند له مخې روغتون ته د 30 كسانو جسدونه راوړل شوي دي او د پنځوس نه زيات كسان ژوبل دي. سي سي پي او اعجاز خان د ځانمرګي بريد تصديق كولو سره وئيلي دي چې د جمعې د لمونځ په وخت دوه پوليس اهلكار د جامع مسجد په دروازه مامور وو چې په دې مهال دوه ترهګرو مسجد ته د ننوتلو هڅه وكړه. د پوليس اهلكارو په ودرولو بريد كوونكو په اهلكارو ډزې پېل كړې او په نتيجه كښې ئې يو پوليس اهلكار شهيد شو. اېس اېس پي آپرېشنز هارون الرشيد د چاودنې په اړه ووئيل چې دا ځانمرګي بريد و كوم چې د جمعې د لمونځ په مهال په جامع جومات كښې دننه شوے، د بريد په اړه كوم الرټ نه و، د چاودنې نه پس سيمه په ولقه كښې اخستل شوې، ژوبل شوي كسان لېډي رېډنګ روغتون ته رسول شوي دي