د وزيراعظم نظريه د سندھ اولس ته له كرپټ واكمنو څخه خلاصې وركولې شي٬ د شاه محمود قرېشي په سانګھر كښې سندھ حقوق مارچ ته خطاب

سانګھړ ۔2مارچ (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف وائس چيئرمېن او خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د وزيراعظم نظريه د سندھ اولس ته له كرپټ واكمنو څخه خلاصې وركولې شي٬ د تحريك انصاف مشن پاكستان خپلواكه ٬ مستحكم او سوكاله جوړول دي٬ زمونږ لارښود د هېواد د ګټو سودا نه كوي۔ سانګھړ كښې د سندھ حقوق مارچ په 5 مه ورځ ګډون كوؤنكو ته خطاب كښې هغه ووئيل پیپلز ګوند ته ماتې وركولو له د سانګھړ خلقو ته يوه فارموله وركوم۔ د سانګھړ غوثیه جماعت، د پیر صاحب پګاړا حر جماعت او د عمران خان د پاکستان بچ كولو نظريه جمع كړۍ نو سانګړھ څخه د پيپلز ګوند نوغې ختمېدې شي۔ هغه ووئيل زه سياسي حكيم يم ٬ تاسو ته بهترينه نسخه دركوم ٬ پیر صاحب پګاړا چې ماته كوم درناوې راكړې هغه هېرولې نه شم۔ هغه ووئيل د سندھ اولس د 15 كلونو راهېسې د پيپلز په جال كښې نښتې دي۔ د سندھ اولس كه آزادي غواړي نو مونږ سره دې لاړ شي۔ ځوانانو د سندھ نااهل واكمنو او د سندھ اولس وسائل لوټ كوؤنكو څخه حساب اخستلو لپاره د پاكستان تحريك انصاف ملګرتيا وكړۍ۔ وزیر اعظم عمران خان د سندھ او د پاكستان د لوټ كړې شوي رقم بېرته راوړلو جنګ كوي او كه لويې څښتن ته منظور وي د سندھ پېسه به د سندھ په اولس مصرف كړؤ۔