لندن ۔ 23 دسمبر (اے پی پی) د برطانيی دفاع وزارت ووئېلې دي په لږه شميره د برطانيې عسكر د افغانستان هلمند ولايت ته لېږلې شوي دي ٬د كومو کردار به چې د ناټو ډلې د برخې سره د مشاورتی نوعیت وي ۔برطانیې افغانستان كښې خپل جنګې مشن د تير كال په آخر كښې ختم کړے ؤ خو دا وخت د هغوي نزدې 450 عسكر هلته زمه وارۍ تر سره كوي ۔ياد دې وي د افغانستان په هلمند ولايت كښې د طالبانو غلبه ده او د سنگین اولسوالۍ پولیس ہیډ کوارټر هغسې د طالبانو په محاصره كښې دے خو په دې لړ كښې متضاد خبرونه رامخې ته كيږي ۔