پېښور 01 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د وزيراعظم عمران خان لخوا د عوامي ريليف پېكج اعلان ستائنه كولو سره وئيلي دي په دې سختو حالاتو كښې وزيراعظم عمران خان د يو غوره عوامي پېكج اعلان كړے، د وزيراعظم ريليف پېكج به نېغ په نېغه عام وګړي ته ګټه ورسي. په خپل يو بيان كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل د كورونا وبا او په نړيواله …
وزيراعظم عمران خان غوره عوامي پېكج اعلان كړے. ګورنر شاه فرمان

مزید خبریں
پېښور 01 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان د وزيراعظم عمران خان لخوا د عوامي ريليف پېكج اعلان ستائنه كولو سره وئيلي دي په دې سختو حالاتو كښې وزيراعظم عمران خان د يو غوره عوامي پېكج اعلان كړے، د وزيراعظم ريليف پېكج به نېغ په نېغه عام وګړي ته ګټه ورسي. په خپل يو بيان كښې ګورنر شاه فرمان ووئيل د كورونا وبا او په نړيواله كچه د ګرانې له امله د هېواد معيشت سخت ځپلے شوے خو وزيراعظم د غوره پالېسو په سبب د هېواد معيشت سنبال كړے. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د زياتېدونكې ګرانې نه غافل نه دے، هغه په ټولو چېلنجونو د پوهې او د دې د مخ نيوي پوره صلاحيت لري.










