ډھاکه 01 مارچ (اے پي پي) د بنګله دېش او افغانستان کرکټ ډلو ترمينځه د دوه ټي 20 انټرنېشنل ميچونو سيريز وړومبې مېچ به په 3 مارچ شير بنګله نېشنل سټيډيم ،ډھاکه كښې كېږي۔دې څخه وړاندې كوربه ډلي د افغانستان لوبډلې ته په درې ون ډے مېچونو كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د بنګله دېش ډلې په وړومبي ون ډے مېچ كښې افغان ډلې ته په 4 وکټونو، دوېم …
د بنګله دېش او افغانستان ترمينځه وړومبې ټي 20 کرکټ مېچ به په 3 مارچ کېږي

مزید خبریں
ډھاکه 01 مارچ (اے پي پي) د بنګله دېش او افغانستان کرکټ ډلو ترمينځه د دوه ټي 20 انټرنېشنل ميچونو سيريز وړومبې مېچ به په 3 مارچ شير بنګله نېشنل سټيډيم ،ډھاکه كښې كېږي۔دې څخه وړاندې كوربه ډلي د افغانستان لوبډلې ته په درې ون ډے مېچونو كښې 1-2 سره ماتې وركړې وه۔ د بنګله دېش ډلې په وړومبي ون ډے مېچ كښې افغان ډلې ته په 4 وکټونو، دوېم ميچ كښې 88 رنز سره ماتې وركړې وه او په درېم مېچ كښې افغان ډلې بنګله دېش له په 7 وکټو سره ماتې وركړې وه۔ افغان كركټ ډله دا مهال د بنګله دېش په دوره ده چرته چې د كوربه ډلې په ضد د درې ون ډے ميچونو سيريز نه ورستو به اوس د دوه ټي ټي 20 مېچونو سيريز وړومبې ميچ په 3 مارچ او دويم په 5 مارچ کېږي۔










