د كامياب جوان پروګرام لاندې 23 مستحقينو ته د 139.7 ملینه روپو چېكونه وركړې شول

پېښور ۔26 فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار د خالي په ورځ په خېبر پختونخوا كښې د كامياب جوان پروګرام لاندې 23 مستحقینو ته د 139.7 ملینه روپو چېكونه وركړل۔ په ګورنر هاؤس كښې د چېكونو وركولو دستورې ته خپل خطاب كښې عثمان ډار ووئيل د یوتھ پروګرام لاندې تر دې دمه ځوانانو ته د يو ارب روپو قرضې وركړې شوي دي۔ په دې …

پېښور ۔26 فروری(اے پی پی) د وزیراعظم د ځوانانو چارو خصوصي مرستيال عثمان ډار د خالي په ورځ په خېبر پختونخوا كښې د كامياب جوان پروګرام لاندې 23 مستحقینو ته د 139.7 ملینه روپو چېكونه وركړل۔ په ګورنر هاؤس كښې د چېكونو وركولو دستورې ته خپل خطاب كښې عثمان ډار ووئيل د یوتھ پروګرام لاندې تر دې دمه ځوانانو ته د يو ارب روپو قرضې وركړې شوي دي۔ په دې موقعه د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان ٬ د خزانې صوبائي وزير تېمور سليم جھګړا ٬ د وزيراعلی د اطلاعاتو خصوصي مرستيال بېرسټر محمد علي سېف او يو شمېر طالبعلمان هم موجود وو۔ عثمان ډار ووئيل 40 ارب روپۍ مصرف كولو سره 26 زره كورنيو ته روزګار وركړې شوې دې۔ عثمان ډار ووئيل حكومت ځوانان شاملولو له 5 پروګرامونه پېل كړې دي په كومو كښې چې کامیاب جوان پروګرام، صحت کارډ، احساس پروګرام، میرا پاکستان اور میرا ګھر پروګرام شامل دې۔ هغه ووئيل د پي اېم اېل اېن لېپ ټاپ سكيم د لارې كوم ځوان ته روزګار نه دې وركړې شوې۔ هغه ووئيل زمونږ د نوې پروګرام کامیاب پاکستان پروګرام د لارې به 0.7 نه تر 0.8 ملین ځوانانو ته د 0.5 ملین روپو د سود نه پاكې قرضې وركولې شي۔ عثمان ډار وئيل د كے پي كے حكومت په مرسته به مونږ د صوبې هر يو كور ته تللو سره ځوانان د كامياب پاكستان پروګرام په اړه خبرؤ او د روزګار موقعې پېدا كولو له به هڅې كوؤ۔