كوئټه 25 فروري (اے پي پي)د كوئټې په ختيز بائي پاس د نامعلومه كسانو لخوا د پوليس په ګاډي ډزې شوي جې پكښې دوه پوليس اهلكار شهيدان او يو ژوبل شوے كوم چې سول روغتون ته منتقل كړے شوي۔د سركاري ذريعو له مخې د جمعې په ورځ د كوئټې په ختيز بائي پاس نامعلومه كسانو د پوليس په ګاډي ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې اے اېس آئي رحمت …
كوئټه٬په ختيز بائي پاس د نامعلومه كسانو په پوليس موبائل ډزې٬دوه پوليس اهلكار شهيدان٬يو ژوبل
كوئټه 25 فروري (اے پي پي)د كوئټې په ختيز بائي پاس د نامعلومه كسانو لخوا د پوليس په ګاډي ډزې شوي جې پكښې دوه پوليس اهلكار شهيدان او يو ژوبل شوے كوم چې سول روغتون ته منتقل كړے شوي۔د سركاري ذريعو له مخې د جمعې په ورځ د كوئټې په ختيز بائي پاس نامعلومه كسانو د پوليس په ګاډي ډزې كړي چې په نتيجه كښې يې اے اېس آئي رحمت الله او كانسټيبل علي اصغر شهيدان شوي او يو پوليس اهلكار قربان علي ژوبل شوے ۔د پیښې نه پس تورن د پیښې ځاې څخه په تېښته كښې كامياب شوي۔پوليس مړي او ژوبل اهلكار سول روغتون ته منتقل كړي چرته چې ژوبل شوو اهلكارو ته طبي مرسته وركولې شي ۔دغسې پوليس او امنيتي ځواكونو په سيمه كښې ناكه بندي كولو سره د تورون لټون پېل كړے دے ۔









