د هند او سري لنکا ترمينځه دويم ټي 20 انټرنېشنل کرکټ ميچ به (سبا) کېږي

دھرم شاله 25 فروري (اے پي پي) د هند او سري لنکا کرکټ ډلو ترمينځه په درې ميچونو مشتمل سيريز دويم ټي۔20 انټرنېشنل ميچ به (سبا) د خالي په ورځ هماچل پرديش کرکټ ايسوسي اېشن اسټيډيم، دھرم شاله كښې كېږي۔د هند ډلې ته د آئي لينډرز په ضد سيريز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دې،كوربه ډلې په وړمبي ټي۔ 20 ميچ كښې د سري لنکا ډلې له 62 رنز …

دھرم شاله 25 فروري (اے پي پي) د هند او سري لنکا کرکټ ډلو ترمينځه په درې ميچونو مشتمل سيريز دويم ټي۔20 انټرنېشنل ميچ به (سبا) د خالي په ورځ هماچل پرديش کرکټ ايسوسي اېشن اسټيډيم، دھرم شاله كښې كېږي۔د هند ډلې ته د آئي لينډرز په ضد سيريز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دې،كوربه ډلې په وړمبي ټي۔ 20 ميچ كښې د سري لنکا ډلې له 62 رنز سره ماتې وركړې ؤ۔د سري لنکا ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې هغوې د كوربه ډلې په ضد درې ټي 20 او دوه ټيسټ ميچونه كوي۔د دواړه ډلو ترمينځه د ټي۔ 20سيريز دويم ميچ به په 26 فروري دھرم شاله دغسې دريم او آخري ټي۔ 20 ميچ به په 27 فروري هم په دغه سټيډيم كښې كېږي۔دې نه پس د دواړه ډلو ترمينځه شيډول ټيسټ سيريز وړومبې ټيسټ ميچ به د 4 نه تر 8 مارچ موهالي دغسې دويم او آخري ټيسټ ميچ به د 12 نه تر 16 مارچ بنګلور كښې كېږي۔

مزید خبریں