ملګري ملتونه 15فروري (اے پي پي)پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه مطالبه كړې چې ھغوي د پاکستان په ضد د پولې پورې غاړې څخه د سلګونو په شمېر د بريدونو ملاتړ كوٶنكي ٬ مالي معاونت او د سرپرستي پشمول ماسټر مائنډز ځواب وركوٶنكي وګرځوي، د هند لخوا د ملګرو ملتونو پلېټ فارم ناسم استعمال او د هائي جېنكنګ دې مخنيوے وكړے شي ٬ دا خبره دې هم باوري كړې …
سلامتي کونسل بايد د پاکستان په ضد د پولې پورې غاړېڅخه د بريدونو ملاتړ كوٶنكي٬ مالي معاونت او د سرپرستي كوٶنكو پشمول ماسټر مائنډز ځواب ده وګرځوي، د هند لخوا د ملګرو ملتونو پلېټ فارم د ناسم استعمال او د هائي جېنكنګدې مخنيوے وكړے شي،پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه 15فروري (اے پي پي)پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه مطالبه كړې چې ھغوي د پاکستان په ضد د پولې پورې غاړې څخه د سلګونو په شمېر د بريدونو ملاتړ كوٶنكي ٬ مالي معاونت او د سرپرستي پشمول ماسټر مائنډز ځواب وركوٶنكي وګرځوي، د هند لخوا د ملګرو ملتونو پلېټ فارم ناسم استعمال او د هائي جېنكنګ دې مخنيوے وكړے شي ٬ دا خبره دې هم باوري كړې شي چې د يو ترهګر ګروپ لخوا د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد د كارولو يا د پټنځائ په توګه ونه كارولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستاني مشن قونصلر عمر صديق په جنوري كال 2022 كښې د چيئرمېن جوړېدو نه پس د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي كمېټۍ (سي ټي سي) تېره ورځ په ترسره شوي وړومبي اوپن بريفنګ كښې د خپلې وېنا په مهال ووئيل مونږ باور لرو چې د افغانستان نوے حكومت به د خپلو لوظونو له مخې دا خبره باوري كوي چې د افغانستان خاوره د كوم بل هېواد په ضد استعمال يا د پټنځائ په توګه نه ونهكارېږي۔ ده ووئيل په ماضي كښې به په دې غونډه كښې په عمومي توګه د ترهګرۍ مِخنيوي په تكنيكي مرسته، اعتماد سازۍ او په اقدامات د خيالاتو څرګندونه كېده خو هند د سلامتي كونسل اصولو نه پرته دا پلېټ فارم د پاكستان په ضد د بې بنسټه تورولو لګولو لپاره كارولے ٬ د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنيوي كمېټۍ (سي ټي سي) كښې د هندي مشن قونصلر راجېش پريهار د نامې اخستو نه غېر د كال 2008 د ممبئۍ بريدونه٬ په كال 20016 كښې د پټهان كوټ بريد اوپه كال 2019 كښې د پلوامه ترهګرۍ بريدونو تور په پاكستان لګولے۔ ده د هند لخوا لګولې شوي تورونه مسترد كولو سره وئيلي دي 15 كسيز كونسل ته د پاكستان په ضد د پولې پورې غاړه د ترهګرۍ د بهرنۍ سرپرستۍ پحقله نه رد كېدونكي ثبوتونه وركړې شوي او مونږ په دې پوهه يو چې د ټي ټي پي او جے يو اے غوندې د ترهګرو ډلو ملاتړ او مالي معاونت څوك كوي۔ ده په جمو و كشمير كښې د هندي قابضو ځواكونو لخوا د بشري حقونو د خلاف ورزو پلو په پام ګرځولو زور راٶړو۔ ده د ملګرو ملتونو تكنيكي اداره سياسي جوړولو لپاره د هند د اقدام حواله وركولو سره ووئيل مونږ له د كركې او جارحيت غوندې اقداماتو ودې لپاره د تكينكي ادارې د هائي جېكنګ اجازه وركول نه ده پكار ۔ ده د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د زېنو فوبيا (غيرملکيانو څخه د كركې)، نسل پرستۍ٬ د عدم برداشت د نورو ډلو څخه د پېدا شوې ترهګرۍ خطرې تسليمولو هركلے وكړو او دې مسئلې پلو ئې په زيات پام كولو زور رواړو۔ د غونډې نه پس يو شمېر سفيرانو خپله ځائي اېجنډا وړاندې كولو لپاره د غونډې كارولو د هند په هڅو د تشويش څرګندونه وكړه كومې چې د ھغوي په خيال د ادارې عزت لپاره زيان مندې دې۔ ده اندېښنه څرګنده كړه چې د هند په چيئرمېن شپ كښې به د کمېټۍ كار د دې دوه اړخيزه جوړولو او غېر جانبدارۍ ته زيان ورسوي










