کېنبرا۔14فروری(اے پی پی) د آسټرېلیا او سری لنکا كركټ لوبډلو ترمينځه درېم ټي 20 نړيوال كركټ مېچ سبا (د نهې په ورځ) په آسترېلوي پلازمينه كېمبرا كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې آسټرېلیا ته د آئی لېنډرز په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې کېنګروز 20 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه او په دويم مېچ كښې ئې آئي لېنډرز ته د …
د آسټرېليا او سري لنكا ترمينځه درېم ټي 20 كركټ مېچ (سبا) كېږي، کېنګروز ته د آئي لېنډرز په ضد په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده

مزید خبریں
کېنبرا۔14فروری(اے پی پی) د آسټرېلیا او سری لنکا كركټ لوبډلو ترمينځه درېم ټي 20 نړيوال كركټ مېچ سبا (د نهې په ورځ) په آسترېلوي پلازمينه كېمبرا كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې آسټرېلیا ته د آئی لېنډرز په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ په اولني مېچ كښې کېنګروز 20 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه او په دويم مېچ كښې ئې آئي لېنډرز ته د مېچ په ټائي كېدو سپر اوورز كښې ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د سيريز څلورم ټي 20 مېچ به په 18 فرورۍ او پنځم او وروستې مېچ به په 20 مه فرورۍ كولې شي۔ وروستي دواړه مېچونه به په مېلبورن كركټ ګراؤنډ كېږي۔










