د آسټراليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ كېږي

سډني 12 فروري (اے پي پي) د آسټراليا او سري لنكا د كركټ لوبډلو ترمېنځه دويم ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ په سډني كښې كېږي. آسټراليا كوربه لوبډلې د پنځو مېچونو د سېريز وړومبي مېچ ګټلے دے. د دواړو لوبډلو ترمېنځه به د سېريز دريم مېچ د فرورې په 15مه نېټه ، څلورم د فرورې په 18مه نېټه او پنځم او وروستې مېچ به د فرورې په 20مه نېټه كېږي.