پاکستان او نېدرلېنډ تجارت ٬ سرمايه كارۍ او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق كړے

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) پاکستان او نېدرلېنډ دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كاري او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره مشتركه هلو ځلو ته صلاح يوه كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ د نېدرلېنډ خپل همڅنګ ووپك هوكسټرا سره ټېلي فوني تماس نيولے ٬ په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو په دوه …

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) پاکستان او نېدرلېنډ دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كاري او د سېلګرۍ په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره مشتركه هلو ځلو ته صلاح يوه كړې۔ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د نهې په ورځ د نېدرلېنډ خپل همڅنګ ووپك هوكسټرا سره ټېلي فوني تماس نيولے ٬ په دې موقع دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو٬ او د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ په دې موقع د نېدرلېنډ خارجه وزير د پاکستان، افغانستان ته د رامخې ته بحران په تناظر كښې د نړيوالې ورورولۍ لخوا د روابطو او معاونت په كولو زور رواوړے۔ ده افغانستان كښې د انساني الميې مخنيوي لپاره د پاكستان د هلو ځلو ستائنه وكړه ۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو مرستې زياتولو ته صلاح شوي

مزید خبریں