اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) صبح نو لېډیز نېشنل رېنکنګ ټېنس ټورنامنټ به د فرورۍ په وړومبې نېټه په پي ټي اېف ټېنس كمپلېكس اسلام كښې كېږي۔ د ټورنامنټ كمېټۍ چيئرپرسن شاهد كوثر ووئيلد ټورنامنټ تيارۍ روانې دي۔ هغې ووئيل په ټورنامنټ كښې د درې كېټګريز مقابلې اېښودلې شوي په كومو كښې چې لېډیز سنګلز اېنډ ډبلز ٬ګرلز انډر 14 سنګلز مقابلې شاملې دي۔ هغې ووئيل په ټورنامنټ …
صبح نو لېډیز نېشنل رېنکنګ ټېنس ټورنامنټ به د فرورۍ په وړومبې نېټه په اسلام آباد كښې پېل كېږي

مزید خبریں
اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) صبح نو لېډیز نېشنل رېنکنګ ټېنس ټورنامنټ به د فرورۍ په وړومبې نېټه په پي ټي اېف ټېنس كمپلېكس اسلام كښې كېږي۔ د ټورنامنټ كمېټۍ چيئرپرسن شاهد كوثر ووئيلد ټورنامنټ تيارۍ روانې دي۔ هغې ووئيل په ټورنامنټ كښې د درې كېټګريز مقابلې اېښودلې شوي په كومو كښې چې لېډیز سنګلز اېنډ ډبلز ٬ګرلز انډر 14 سنګلز مقابلې شاملې دي۔ هغې ووئيل په ټورنامنټ كښې دوه لكه روپۍ انعامي رقم اېښودلے شوے ۔ د ايونټ په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل په هېواد كښې د مېرمنو د ټېنس ټېلنټ كوم كمې نشته او د دې ټېلېنټ كارولو له صبح نو اقدامات كوي۔ هغې ووئيل د ټورنامنټ كولو مقصد مېرمنو لوبغاړو له د تفريح چاپیريال وركول دي.









