د کوويډ 19 غوندې نړيوال چيلنج سره د پرمختلليو هېوادونو معيشت ځپلے شوے، د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب

اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې معاشي ډلې د هېواد معيشت ښه كولو له په زړه پورې هلې ځلې كړي د كومو چې نتيجې ترلاسه كېږي، د تيرو حكومتونو کرپشن، مني لانډرنګ، جعلي اکائونټس سره هېواد ډيفالټ کيدو ته رسولے ؤ ۔فرخ حبيب په خپل يو بيان كښې ووئيل كله چې مونږ ته حكومت ترلاسه شو نو د زرمبادله پانګې نيمې پاتې وي ، د پخواني حکومت ګروتھ کريډيټ کارډ ؤ ، زمونږ حکومت په مصنوعي توګه شرح نمو نه ده زياته كړې۔وزير مملکت ووئيل د کوويډ19 په شان نړيوال چيلنج سره د پرمختللو هېوادونو معيشت ځپلے شوے ، په تيرو درېو كلونو كښې جي ډي پي كښې 5.37 فيصده نمو ترلاسه كول د كاميابې تګلارې عكاسي ده، زمونږ د اقدامات په وجه ګرځنده قرض كم شوے ، ده ووئېل د پي ټي آئي حکومت اقتصادي اصلاحات په نړيواله كچه اعتراف زمونږ په غوره تګلاره د باور څرګندونه ده، تير كال زراعت 3.48 فيصد، صنعتونو 7.79 فيصد او د خذمات څانګې 5.70 فيصده وده كړې ،ري بيسنګ او معيشت كښې د بدلون په وجه د جي ډي پي مارکيټ پرائس په كال 2021 كښې 55.5 ټريليونه روپۍ ؤ ،مجموعي قومي آمدن 59.3 ټريليونه روپۍ ، سړي سر آمدن 266,614 (1666 ډالره) ته رسيدلے او د پاکستان د معيشت حجم 346.76 اربه ډالره ته رسيدلے ، ده ووئېل کوويډ 19 وباﺀ نه پس كال 2020-21 د بحالۍ كال ؤ