د مئي 9مه نېټه به د پاكستان په تاريخ كښې د تورې ورځ په توګه ياد ساتلې شي٬ ځوانان د رياستي ادارو په ضد د لمسولو په ځائے د دوي صلاحيتونه د هېواد ګټې لپاره استعمالولو ته ضرورت دے۔ صدر آصف علي زرداري

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د غوره سباؤن جوړولو ، د سياسي وېش او كركې خاتمې لپاره د اجتماعي هڅو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلي دي د مئي 9مه نېټه به د پاكستان په تاريخ كښې د تورې ورځ په توګه ياد ساتلې شي٬ ځوانان د رياستي ادارو په ضد د لمسولو په ځاے د دوي صلاحيتونه د هېواد ګټې لپاره استعمالولو ته ضرورت دے ، په دروغو د اډانه كمپائن مخنيوي او حوصله ماتولو لپاره طريقه كار وضع كولو ته اړتيا ده ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت ووئيل د مئي په 9مه نيټه په سياسي توګه مشتعل كسانو ګرد هېواد كښې تباهي كړې ٬ ورانكارو سركاري املاك او پوځي تنصيبات ته زيان رسولے۔ ده د نهم مئي د پېښو غندنه كولو سره ووئيل د دغې ورځې پېښو د هېواد تشخص ځپلے ٬ د تشدد نه ډكو پېښو څخه يواځې د پاكستان دښمنانو مفادات ترسره شوي ٬ بريدونه د رياست رټ، د قانون حکمرانۍ او د ادارو كمزوري كولو هڅې وې٬ سوله ايز مظاهرې او تعميري تنقيد د جمهوريت روح دے ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل د پاكستان په آئين كښې اجتماع او د رائے اظهار بنيادي حق ګڼړلے شي٬ بنيادي حقونه د آئين او قانون له مخې په ذمه وارۍ سره كارول پكار دي ٬ د دې ناسمه استعمال له تشدد ته د لمسوٶنكو هر هڅه به چرې هم برداشت نه كړو، ده ووئېل په ذمه واره جمهوريتونو كښې سياسي مفادات لپاره د رياستي املاك تباه كول او ړنګ كول نه دي رامخې ته شوي ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري د پاكستان په وسله والو ځواكونو او ادارو وياړ كولو سره ووئيل د پاکستان وسله والو ځواكونه په بېلا بېلو خطرو كښې د قام په دفاع كښې وړاندې دي ، د نهم مئي د تشدد ذمه وار د قانون له مخې ځواب وركوٶنكي ګرځول پكار دي٬ دغسې صدر مملکت د رياستي ادارو په ضد په سوشل ميډيا په بدنيتۍ اډانه كمپائن د افسوس څرګندونه او غندنه هم وكړه۔