وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره د پاكستان آټو موټو مينوفيکچررز اېسوسي ايشن پلاوي وليدل

اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي آټو سيکټر ته د ودې وركولو عزم لرو٬ آټو سيکټر له به هر ډول ممكن سهولت وركوٶ او د دوي مسئلې به په ترجيحي بنيادونو د حل كولو هڅې كوٶ۔ ده دا خبرې د پاكستان آټو موټو مينوفيکچررز اېسوسي ايشن پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې دوي سره د شورو په ورځ ملاقات كولو ۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔