ټرېنېډاډ۔21جنوری(اے پی پی) پاكستان افغانستان ته په آئي سي سي انډر 19 نړيوال كپ كښې د خپل ګروپ سي په دوهم مېچ كښې په 24 رنز ماتې وركولو سره كوارټر فائنل ته رسېدلې دې۔ دا په خپل ګروپ كښې د پاكستان پرله پسې دوهمه كاميابي ده۔ په ټرېنیډاډ كښې شوي د ګروپ سي په مېچ كښې پاكستان انډر 19 اول بېټنګ كولو سره په ټاكلې 50 اوورز كښې د 9 …
انډر 19 نړيوال کپ، د پاكستان افغانستان ته په 24 رنز ماتې وركولو سره كوارټر فائنل ته ورسېد

مزید خبریں
ټرېنېډاډ۔21جنوری(اے پی پی) پاكستان افغانستان ته په آئي سي سي انډر 19 نړيوال كپ كښې د خپل ګروپ سي په دوهم مېچ كښې په 24 رنز ماتې وركولو سره كوارټر فائنل ته رسېدلې دې۔ دا په خپل ګروپ كښې د پاكستان پرله پسې دوهمه كاميابي ده۔ په ټرېنیډاډ كښې شوي د ګروپ سي په مېچ كښې پاكستان انډر 19 اول بېټنګ كولو سره په ټاكلې 50 اوورز كښې د 9 وكټونو په زيان 239 رنز جوړ كړل۔ د پاكستان لخوا عبد الفصیح 68 ٬ محمد شهزاد 43 او معاذ صداقت 42 رنزونو سره د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه۔ د افغانستان لوبډله د مطلوبه هدف په ترسره كولو كښې پاتې راغله۔ ټولې لوبډلې په ټاكلي 50 اوورونو كښې د 9 وكټونو په زيان 215 رنز جوړ كړې شول او دغسې پاكستان افغانستان ته 24 رنز سره ماتې وركړه۔ دې كاميابۍ سره پاكستان په خپل ګروپ كښې 4 پوائنټس ترلاسه كولو سره تر ټولو وړاندې دې۔ د پاكستان لخوا اوېس علي 3 ٬ كپتان قاسم اكرم 2 او معاذ يو وكټ ترلاسه كړو۔ معاذ صداقت د غوره كاركردګۍ په ښودنه د مېچ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولې شو۔









