د سوئيلي افريقې او هند ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به (نن) كېږي

جوهانسبرګ 18 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او هند كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به (نن) د شورو په ورځ په پارل كېږي ۔ د دې نه وړاندې د افريقې لوبډله په دريو ټېسټ مېچونو كښې د دوه مېچونو په مقابله كښې يو مېچ ګټلو سره پاتې راغلې ده۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه دوېمه ون ډے به په 21 جنوري او درېمه ون ډے به 23مه جنورۍ كېږي