د سوئيلي افريقا او هند ترمنځ اولنې يو ورځنۍ مېچ د سبا د شورؤ په ورځ كېږي

جوهانسبرګ۔18(اے پی پی) د سوئیلي افریقا او هند کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو مېچونو د سيريز لومړې مېچ سبا د شورؤ په ورځ د جنورۍ په 19مه نېټه كېږي۔ له دې څخه وړاندې کوربه لوبډلې سوئیلي افریقا د درې ټېسټ مېچونو سيريز 2-1 سره په خپل نوم كړې دې۔ د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دريو يو ورځنيو مېچونو سيريز اولنې مېچ د روانې مياشتې په 19 ٬ دويم مېچ په 21 مه او درېم او وروستې په 23 مه نېټه كولې شي۔ د سيريز اولني دوه مېچونه به په بولانډ پارك ٬ پارل او دريم او وروستې مېچ به په كېپ ټاؤن كښې كولې شي۔